سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
عربي ژبه امت ته له خپل دين سره تړاو ورکوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
عربي ژبه امت ته له خپل دين سره تړاو ورکوي!

(ژباړه)

خبر

په ډېرو غربي هېوادونو کې ځینې سیاستوال ټینګار کوي چې د جمعې ورځې خطبه دې د هماغه هېواد په رسمي ژبه ولوستل شي. په جرمنی کې امام باید په جرمني، په ایټالیا کې په ایټالوي، په انګلیس کې په انګلیسي او په فرانسه کې په فرانسوي ژبو خطبه ولولي او د دې خبرې د توجیه لپاره هغوی دوې ډلې شوي: لومړۍ ډلې ویلي چې باید د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ په په نامه پلې شي او بلې ډلې ویلي چې دا کار به ټولنیزې ګډوډۍ ډېرې کړي.

تبصره

دغې انګېزي ته په غور کتو سره چې د جمعې لمانځه خطبه په فرانسوي، ایټالوی، جرمني یا انګلیسي ژبو ولوستل شي، حکومتونو لاندې ټکي دلیل راوړي:

په انګلیس کې د حکومت لوړپوړو سرچینو ویلي: «که امامان خطبه په عربي ژبه ولولي، دا ډېره ستونزمنه ده تر څو وپوهېږو چې افراطیت نه خپرېږي.» د جرمني د ماليې وزارت معین د داسې قانون غوښتنه وکړه چې په رڼا کې يې امام د جمعې د ورځې خطبه په واضح ډول په جرمني ژبه وویلی شي او حکومت پوه شي چې په جوماتونو کې څه کېږي.

هغه مسلمانان چې په اروپا کې ژوند کوي، دا باید درک کړي چې وړاندې شوي دلیلونه سطحي او په اسانۍ ردېدلی شي. دغه راز په دې باید وپوهېږي چې د دغو بدلونونو تر شا لوی شیطاني پلان پټ دی. همدارنګه هغه دلیل چې وايي د خطبي لوستل له عربي ژبې پرته د هېواد په رسمي ژبه لنډ مهال ټولنیز اختلاط ته وده ورکوي او هېڅ وخت نه دي ليدل شوي چې په دویمه ژبه خبرې کول د ټولنیز اختلاط خنډ کرځېدلی وي. که په يوه اونۍ کې خطبه په عربي ژبه، چې له دوو ساعتونو ډېر وخت نه نيسي، و نه لوستل شي؛ واقعاً دا د ټولنيز اختلاط خنډ ګرځي؟ نو دا کوم شیطاني پلان دی چې تر شا یې پروت دی؟

غربیان په دې پوهېږي چې عربي ژبه امت ته له خپل دين سره د اړیکې وسيله ده، دا د سنتو او قران ژبه ده. کله چې عربي ژبه له لاسه ورکړي، په قران او سنتو  به ونه پوهيږي او په دې سره به د اسلام حاکمیت هم له منځه لاړ شي.کله چې د اسلام د حاکمیت اصل له منځه لاړ شي، نو له عربي ژبې دویمې ژبې ته د خطبې د بدلولو پلان د دوی له هغو لويو شیطاني کمپاینونو څخه دی، چې ډېر کلونه پخوا يې پلان کړي وو او یوازينۍ موخه یې د مسلمانانو، عربي ژبې او اسلام تر منځ اړیکه پرېکول دي.

هغه مسلمانان چې په اروپا کې ژوند کوي، کله چې دولت ورڅخه په دین کې د بدلونو غوښتنه وکړي، باید ډېر غور وکړي او په خپل دین ټينګ وي. وروسته به هغوی دا درک کړي چې کفارو تل عربي ژبه ددې لپاره خپله موخه ګرځولې، چې پر دين د سم پوهاوي لپاره عربي ته اړتیا ده. له همدې امله باید اسلامي امت عربي ژبې ته پاملرنه وکړي، پانګونه پرې وکړي، په خپل ژوند او خپل راتلونکي نسل ته يې اصل وګرځوي. هر خنډ چې په دغه لار کې پیدا کېږي، امت يې باید لرې کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یاسمین مالک

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې